د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بلخ يوشمېر ولسواليو کې د مخابراتي خدمتونو بندېدو خلک له ستونزو سره مخ کړي

د بلخ يوشمېر ولسواليو کې د مخابراتي خدمتونو بندېدو خلک له ستونزو سره مخ کړي

Aug 27, 2020 - 11:09

مزار شريف (پژواک، ٦ وږى ٩٩) : د بلخ ولايت د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي وايي چې په سيمو کې يې د شپې له خوا د مخابراتي خدمتونو بندېدل، دوی له ستونزو سره مخ کړي دي. چمتال، چهاربولک، بلخ، دولت اباد، شولګر او شورتېپه د بلخ ولايت هغه ولسوالۍ دي، چې د خلکو په خبره د شپې له خوا په کې مخابراتي خدمتونه قطع وي.

د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي رحيم الله پژواک ته وويل، چې د مخابراتي خدمتونو بندېدو سره دوی له جدي ستونزو سره مخ شوي دي .  

نوموړي وويل، چې د طالبانو له خوا د اورکم له اعلان وروسته دغې ډلې د مخابراتي شبکو فعاليت ته هم اجازه ورکړه؛ خو په خبره يې چې اوس بيا دغه مخابراتي خدمتونه د شپې له خوا بند شوي دي.

هغه زياته کړه: " له يوې خوا سيمې نا امنه دي او هره ورځ جګړې وي، بلخوا د مخابراتي شبکو د فعاليت بندېدلو سره زموږ ژوند نور هم تريخ شوی دی، کله عاجل ناروغ راته پيدا شي، د ټيلېفون نه کار کولو له امله نه شو کولی، چې د ډاکټر مشوره واخلو."

نوموړی همدا راز وايي چې ډېری وخت په سيمه کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ جګړې پېښېږي، چې دوی بيا نه شي کولی حتی د خپلو خپلوانو احوال واخلي، چې جګړې خو به زيان نه وي ور رسولی.

هغه له حکومت او طالبانو غوښتنه کوي، چې د مخابراتي شبکو د خدمتونو د ځنډېدو ستونزه حل کړي؛ څو خلک له شته ستونزو وژغورل شي.

د شولګر ولسوالۍ يوه اوسېدونکي سيدمحمد هم پژواک ته وويل، چې په دغه ولسوالۍ کې هره شپه د ماښام له ۷ بجو څخه د سهار تر ۷ بجو پورې د مخابراتي شبکو خدمتونه بنديږي.

هغه زياته کړه، چې طالبانو د مخابراتي شبکو مسوولينو ته خبر ورکړی، چې که يې د شپې له خوا فعاليت ونه دراوه؛ نو دستګاوې به يې وسوځول شي.

نوموړی وايي دغه ډول وضعيت عام خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي او په خبره يې چې د مخابراتي شبکو د فعاليتونو پر وړاندې خنډ جوړولو ټول زيان عام ولس ته رسېږي.

د شولګر ولسوالۍ دغه اوسېدونکي وويل: " موږ څو ځله غوښتنه کړې، چې دغه مشکل بايد حل کړای شي؛ خو طالبان وايي د امنيتي ستونزو له امله يادو شبکو ته د فعاليت اجازه نه ورکوي، زه فکر کوم دا يوه پلمه ده، امنيتي ستونزې به يوه ورځ يا دوه ورځې وي، دلته خو مياشتې کېږي، چې شبکې بندې دي. "

د هغه په خبره، اوس چې د سولې خبرې هم نږدې شوي؛ نو طالبان بايد اجازه ورکړي، چې مخابراتي شبکې خپل فعاليتونه په عادي ډول مخته بوځي.

بلخ ولايت کې ټولنيز فعال ډاکټر غلام رسول ملکزی هم وايي، چې د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د مخابراتي شبکو د فعاليتونو ځنډېدو سره د خلکو ژوند تريخ شوی دی.

هغه زياته کړه، چې څو مياشتې وړاندې طالبانو د بلخ په ټولو نا امنه سيمو کې مخابراتي شبکو ته د ۲۴ ساعته فعاليتونو اجازه ورکړه، چې خلکو د طالبانو د دغې پرېکړې تود هرکلی وکړ.

د ملکزي په خبره، د لږ وخت په تېرېدو بېرته طالبانو خپله پرېکړه واخيستله او د مګړۍ د بلخ په ټولو نا امنه ولسواليو کې مخابراتي شبکې د شپې له خوا فعاليت نه شي کولای.

د هغه په وينا، د شپې له خوا د مخابراتي خدمتونو ځنډول کېدو سره خلکو ته يو لړ جدي ټولنيزې ستونزې پيدا شوې دي.

په جګړه ييز حالت کې د يو او بل له حاله نه خبرېدل، د ناروغانو د درملنې برخه کې ځنډ او خنډ او د جګړه ځپلو سيمو د خلکو غږ نه اورېدل هغه ستونزې دي، چې د مخابراتي شبکو د فعاليتونو ځنډېدو له امله رامنځته شوي دي.

ډاکټر ملکزی وايي: " طالبانو په رسمي ډول مخابراتي شبکو ته امر کړی، چې د شپې له خوا خپل فعاليتونه بند کړي، که هره شبکه له دغه امر څخه سرغړونه وکړي؛ نو د مخابراتي شبکې انتن له منځه وړل کېږي."

نوموړی زياتوي، چې مخابراتي شبکې د خپل مالي زيان د مخنيوي په خاطر مجبوره دي، چې د شپې له خوا خپل فعاليتونه قطع کړي. هغه له حکومت څخه غواړي چې دغې ستونزې ته يوه حل لاره پيدا کړي.

پژواک وغوښتل، چې په دې تړاو د بلخ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ادارې نظر هم واخلي؛ خو بريالي نه شو.

په ورته مهال بيا د بلخ ولايت مقام وايي، چې له دغې موضوع څخه دوی خبر نه دي.

د والي وياند منير فرهاد پژواک ته وويل، چې دوی ته تراوسه په دې تړاو چا شکايت نه دی کړی، چې ګني د شپې له خوا دې په يو شمېر ولسواليو کې مخابراتي خدمتونه وځنډول شي.

فرهاد وايي، که دا ډول ستونزه وي؛ نو د بلخ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ادارې بايد دوی ته خبر ورکړی وای. هغه خلکو ته ډاډ ورکړ، چې بلخ ولايت مقام به دغه موضوع په جدي ډول تعقيبوي او د حل لپاره به يې عملي اقدامات کوي.

نوموړي پر طالبانو هم تور پور کړ چې د عامه خدمتونو پر وړاندې خنډونه پيدا کوي.

پژواک هڅه وکړه چې د طالبانو نظر واخلي، خو بريالى نه شو، تر دې مخکې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي و چې په ځينو سيمو کې دولتي ځواکونه د شپې له خوا ددوى پر ضد له مخابراتي شبکو استخباراتي کار اخلي، نو ځکه يې دوى بندوي.

د طالبانو په وينا، هر کله چې په کومه سيمه کې امنيتي ګواښونه کم شي؛ نو دوی به مخابراتي شبکو ته په عادي ډول د فعاليت اجازه ورکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan