دفاع وزارت: هلمند کې دوه چورلکې لوېدلې او نهه سرتېري په کې وژل شوي
دفاع وزارت: هلمند کې دوه چورلکې لوېدلې او نهه سرتېري په کې وژل شوي
لومړى تعقيب-لښکرګاه (پژواک، ٢٣ تله ٩٩): د ملي دفاع وزارت وايي چې د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د ملي اردو دوه چورلکې د تخنيکي ستونزې له امله لوېدلي او نهه سرتېري په کې وژل شوي دي.
په یاد ولایت کې يوې امنيتي سرچينې د تلې په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه په ناوې ولسوالۍ کې د ملي اردو دوو چورلکو په هوا کې ټکر کړی او لوېدلې دي.
سرچينه وايي چې په دې پېښه کې د ملي اردو اته سرتېري وژل شوي دي.
خو د ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په دې پېښه کې د ملي اردو نهه سرتېري وژل شوي دي.
سرچينه زياتوي: ((د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د ملي اردو دوه چورلکې (MI-١٧) تېره شپه په لس او ١٥ دقيقو د يوه ټپي د انتقال لپاره ورغلې وې چې د بېرته پورته کېدو پرمهال له تخنيکي ستونزې سره مخ شوي او دواړه سقوط شوې دي.))
د ملي دفاع وزارت وايي چې دوى دغه پېښه په جدي ډول څېړي.
په ورته وخت کې د هلمند د والي وياند عمرځواک هم د چورلکو غورځېدو پېښه تاييدوي خو وايي چې په اړه يې څېړنې روانې دي او د مرګ ژوبلې په اړه يې تر اوسه معلومات نشته.
بل لور ته د طالبانو رسمي وياندويانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
خو د طالبانو د فرهنګي کمېسيون مرستيال احمد الله واثق په خپله ټوېټرپاڼه کې ليکلي چې دغه چورلکې د طالبانو له لوري ويشتل شوي او سقوط شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرې شپې راهيسې وسله والو طالبانو د ناوې-لښکرګاه لويه لار هم تړلې ده.
د يادونې ده، له تېرو څو ورځو راهيسې په هلمند کې امنيتي ځواکونو د ځمکې او هوا له لارې پر وسله والو طالبانو عمليات پيل کړي دي.
د هلمند والي محمد ياسين وايي چې په دغو عملياتو کې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ورته راپورونه:

- 8190 reads
نظر ورکړئ