د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"افغانستان کې درې نيم ميليونه ماشومان بېړنيو خوړو ته اړتيا لري"

"افغانستان کې درې نيم ميليونه ماشومان بېړنيو خوړو ته اړتيا لري"

Oct 17, 2020 - 12:01

کابل (پژواک، ٢٦ تله ٩٩): د افغانستان د غذايي امنيت او تغذيې لپاره د مدني ټولنو ايتلاف وايي چې په افغانستان کې څه د پاسه ١١ ميليونه کسان بېړنيو خوړو ته اړتيا لري چې درې نيم ميليونه يې ماشومان دي.

د اکتوبر ١٦ مه د خوړو نړيوال ورځ ده او د همدې ورځې په مناسبت د افغانستان د غذايي امنيت او تغذيې لپاره د مدني ټولنو ايتلاف يوه اعلاميه خپره کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ملګرو ملتونو پرمختيايي هدفونه وړاندوينه کوي چې تر ٢٠٣٠ کاله بايد هيڅوک د شپې په لوږه ويده نه شي او هيڅوک بايد له لوږې مړه نه شي.

خو سرچينه وايي چې په افغانستان کې ميليونونه کسان له فقر او خوارځواکۍ سره مخ دي او سالمو خوړو ته لاس رسى نه لري.

خبرپاڼه کې زياته شوې: ((د هېواد څه د پاسه اته میليونه وګړي او دری نیم میلونه ماشومان بېړنیو خوړو ته اړتیا لري او د څېړنو او تحقیقاتو له مخې په راتلونکي کې به دغه کچه تر پنځلس میلیونو هم پورته لاړه شي.))

سرچينه وايي چې په افغانستان کې رواني جګړې د خلکو پر ژوند سختې منفي اغېزې کړي چې له امله يې سالمو خوړو ته لاس ته رسى نه لري.

دغه ايتلاف وايي چې د افغانستان حکومتي چارواکي بايد د جېنوا په راتلوونکي کنفرانس کې د افغانستان د خوړو مسله په جدي توګه ياده کړي، ترڅو دغه ستونزه هواره شي.

د ياد ايتلاف مشر لعل ګل لعل وايي، سره له دې چې په افغانستان کې خلکو ته پوره غذايي توکي نه رسيږي، د جګړو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته هم اړ شوي دي.

هغه زياته کړه:((له حکومت، نړیوالو مرستندویه هېوادونو، ملي او نړیوالو مؤسسو په خاصه توګه د ملګرو ملتونو نه په کلکه غوښتنه کوم چې په دې سختو شرایطو کې د همیش په شان د اړمنو افغانانو مرستې ته را وړاندې شي او هېوادوال له انساني ناورین نه وژغوري.))

د يادونې ده چې د نورو خپرو شويو راپورونو له مخې، د افغانستان له نيمايي څخه ډېر وګړي، د ورځې له يو ډالر نه کم عايد لري او د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan