د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​ننګرهار کې د پاکستان ویزې اخیستو پر مهال یوولس ښځې مړې شوې دي

​ننګرهار کې د پاکستان ویزې اخیستو پر مهال یوولس ښځې مړې شوې دي

Oct 21, 2020 - 09:51

جلال اباد (پژواک، ٣٠ تله ٩٩): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د پاکستان ويزې اخیستو پر مهال د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله ١١ ښځې مړې او ١٢ نورې ټپيانې شوې دي.

د کرونا له امله له اتو مياشتو ځنډ وروسته د پاکستان له خوا په کابل او د افغانستان په پنځو لويو ښارونو کې د ويزو ورکولو لړۍ تېره اوونۍ پيل شوې ده.

په جلال اباد ښار کې د ګڼې ګوڼې د مخنيوي او اسانتيا رامنځته کولو په موخه د فوټبال په لوبغالي کې لومړى مراجعينو ته ټوکن یا پارچه ورکول کېږي او بيا د هغې له مخې کونسلګرۍ ويزه ورکوي.

د ټوکن یا پارچې ورکولو پروسه د ځينو رضاکارو مدني فعالانو او ځايي مامورينو له خوا د پوليسو په مرسته پر مخ وړل کېږي.

د فريد احمد استقلال په نوم يوه رضاکار چې له يادې پروسې څارنه کوي، د تلې په ٣٠مه پژواک اژانس ته وويل، له څو ورځو وقفې وروسته نن يو ځل بيا د ټوکن یا پارچو د وېش پروسه پيل شوه.

هغه زياته کړه چې سهار اته بجې مهال ګڼه ګوڼه دومره زياته شوه چې کنټرولول يې ستونزمن وو چې له امله يې ګڼ شمېر سپين سرې ښځې د خلکو تر پښو لاندې شوې.

نوموړى وايي چې په دې پېښه کې يو شمېر ښځې مړې ټپيانې شوې چې روغتون ته وړل شوې دي.

د جلال اباد د حوزوي روغتون وياند ګلزاده سنګر پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته له يادې پېښې ١١ مړي چې ټولې ښځې دي او ١٢ ټپيان ور وړل شوي دي.

هغه زياته کړه چې په ټپيانو کې دوه نارينه او پاتې ٩ يې هم ښځې دي.

په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan