د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

که احتیاط ونه شي افغانستان هم د کرونا له دویمې څپې سره مخ کېدای شي

که احتیاط ونه شي افغانستان هم د کرونا له دویمې څپې سره مخ کېدای شي

Nov 07, 2020 - 16:24

کابل (پژواک، ۱۷ لړم ۹۹): په افغانستان کې په داسې حال کې د کوویډ – ۱۹ ناروغۍ د دویمې څپې د احتمال خبره کېږي، چې میلیونونو افغانانو یاده ناروغي تېره کړې او تر اوسه هېواد کې د دویم ځل لپاره پر کرونا د اخته کېدو یوازې یوه پېښه ثبت شوې ده.

ځینو هېوادونو کې د دغې ناروغۍ دویمه څپه په داسې حال کې راغلې چې نړۍ کې هم د دویم ځل لپاره پر کوویډ – ۱۹ ناروغۍ د اخته کېدو ډېرې لږ پېښې ثبت شوي او تراوسه نه ده ثابته چې د کرونا ویروس پر وړاندې د «انټي باډي» جوړښت د څومره وخت لپاره انسان بیا ځلې پر ناروغۍ له اخته کېدو ساتي.

کرونا ویروس لومړی تېر کال په لیندۍ میاشت کې د چین په واهان ښار او بیا د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې خپور شو او تر اوسه (د لړم ۱۷مه) نړۍ کې د دغې ناروغۍ نږدې ٥٠ میلیونه مثبتې پېښې ثبت شوي او له دې ډلې يو مييون او څه باندې ٢٥٠ زره کسان مړه شوي او څه باندې ٣٥ میلیونه بېرته روغ شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د تېرکال له سلواغې میاشتې راهیسې، افغانستان کې د کوويډ – ۱۹ ناروغۍ ۴۲۰۳۳ مثبتې پېښې ثبت شوي، له دغې ډلې ١٥٥٦ تنه مړه او ۳۴۴۴۶ نور بېرته روغ شوي دي.

خو دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت د روان کال د وږي میاشتې په ۱۵مه د یوې سروې له مخې اعلان وکړ چې تر هغه مهاله افغانستان کې لس میلیون کسان پر کوويډ- ۱۹ ناروغۍ اخته شوي وو.

 د یادې سروې پایلې او ثبت شوې شمېرې ښیي چې د وږي تر ۱۵ مې افغانستان کې له هرو سلو مثبت پېښو څلور سلنه ثبت شوې دي.

افغانستان کې د تېر کال له سلواغې وروسته ورځ تر بلې د یادې ناروغۍ مثبت پېښې ډېرېدې او د غویي په میاشت کې اوج ته ورسېدې.

د راپورونو له مخې، افغانستان کې د کوویډ – ١٩ تر ټولو ډېرې (۱۰۶۲) مثبت پېښې د غویي په ۲۶مه ثبت شوې او تر دې وروسته ورځ تر بلې د دغې ناروغۍ پیښې مخ پر کمېدو شوې او شمېر یې هره ورځ لسګونو ته رالوېده.

ثبت شوې شمېرې ښیي چې په تېرو درېیو میاشتو کې هره ورځ په منځنۍ کچه ۵۴ د کوویډ – ۱۹ ناروغۍ پېښې هېواد کې ثبت شوې دي. په دغو درېیو میاشتو کې تر ټولو ډېرې (۲۱۵) پېښې د روان کال د زمري په ۲۲مه او تر ټولو لږ (یوه) پېښه د وږي په پنځمه ثبت شوې او په دغه موده کې داسې ورځې هم شته چې هېڅ پېښه نه ده ثبت شوې.

د کرونا دویمه څپه

د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول لپاره اروپایي مرکز د معلوماتو له مخي، افغانستان او ځینو نورو هېوادونو کې تر اوسه د دغې ناروغۍ دویمه څپه نه ده راغلې، خو په ځینو هېوادنو کې د کرونا دویمې څپې هم خلک سخت ځپلي دي.

د دویمې څپې عوامل:

د کابل طبي پوهنتون استاد ډاکټر حيات الله هدايت وايي، د نړۍ په ځینو په تېره پرمخ تللو هېوادونو کې د کرونا له پیل او هم د دغې ناروغۍ د اوج په وخت کې له کرونا سره مبارزه او قرنطین ډېر سخت و او له امله یې د کرونا ويروس د ناروغانو شمېر صفر ته نږدې شو.

هغه زیاتوي:« تر هغه وروسته چې د کرونا ناروغي کنټرول شوه او راکمه شوه خو صفر نه شوه، نو دغو هېوادونو ښوونځيو، پوهنتونونو او نورو تجمعاتو ته اجازه ورکړه؛ دا چې له يوه پلوه د کرونا ناروغۍ پېښې صفر نه وې، له بلې خوا ډېر کسان په ناروغۍ نه وو اخته او درېيم دا چې ورسره تجمعات پيل شول؛ نو هغه کسان چې ناروغۍ نه و نيولي، ویې نيول؛ ځکه دويم موج (څپه) پيل شوه.»

یو کس بیا ځلې پر کرونا اخته کیږي؟

ډاکټر حيات وایي، د خپرو شويو معلومات له مخې، په نړۍ کې ځينې کسان چې يو ځل د کرونا په ناروغۍ اخته شوي، تر روغېدو وروسته بيا هم پر همدغې ناروغۍ اخته شوي، خو شمېر يې ډېر کم دی.

هغه زياتوي:«د معلوماتو پر بنسټ، دا ډول يوه پېښه په هانګ کانګ او یوه پېښه په امريکا کې ثبت شوې، د افغانستان په هرات ښار کې هم داسې يو پېښه ثبت شوې؛ يو کس چې د انتاني څانګې ډاکټر و يو ځل په کرونا اخته شو، بيا بېرته روغ شو، تر روغېدو وروسته بيا د کرونا ناورغۍ ونيو او له بده مرغه چې د همدې ناروغۍ له امله يې ژوند له لاسه ورکړ.»

د عامې ورغتیا وزارت ویاند ډاکټر اکمل سمسور تاییدوي چې افغانستان کې یوازې یو تن (د هرات اوسېدونکی ډاکټر میر ابراهيم بسیم) شاوخوا درې میاشتې مخکې په دویم ځل پر کرونا ناروغۍ اخته شوی او له همدې امله مړ شوی دی. دی وایي چې پر کرونا د دویم ځل اخته کېدو بله پېښه تر اوسه افغانستان کې نه ده ثبت شوې.   

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د چارو پوهان تراوسه نه دي بریالي شوي چې ووایي انسان پر کوویډ – ۱۹ ناروغۍ تر اخته کېدو او روغېدو وروسته تر څومره وخته له دغې ناروغۍ مصوون پاتې کېدای شي.

د معلوماتو له مخې، یو ډول مصوونیت هغه دی چې له کرونا ناروغۍ روغ شوی تن بیا پر دغه ناروغۍ نه اخته کیږي، خو یو ډول مصوونیت نسبي مصوونیت دی چې د بیا ځل اخته کېدو پر مهال ناروغي سخته نه وي او نورو ته یې د لېږد امکان کم وي.

سرچینه زیاتوي، د کوویډ – ۱۹ پر ناروغۍ پر اخته کسانو يوې څېړنې ښودلې چې د دغه ویروس انټی باډي د وخت په تېرېدو سره کمزورې کیږي، خو له درېیو تر شپږو میاشتو په نسبي ډول ثابته پاتې کېږي.  

 خو یوه الماني پروفیسور توماس کامرات له «دویچه ویله» سره په مرکه کې ویلي، د هغو کسانو په بدن کې انټی باډي د لږ وخت لپاره وي چې د کوویډ – ۱۹ ناروغۍ نښه یې خفیفې وي.

کامرات ویلي: «ډېر لږ خلک داسې دي چې له دوو تر درېیو میاشتو وروسته یې انټي باډي په بدن کې نه لیدل کېږي، د اکثریت انسانانو لپاره دغه وخت اوږد دی... شاوخوا نهه میاشتې کېږي چې موږ دغه ویروس پیژنو؛ نو ځکه اوس وړاندوینه نه شو کولای چې څومره ناروغان به له دوو کلونو وروسته هم انټي باډي ولري.»

د روغتیایي چارو متخصصین وایي، د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره واکسین ته اړتیا ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د دغه ویروس لپاره د واکسین جوړېدو هڅې روانې دي او په ځینو هېوادونو کې دغه هڅې کلینيکي ازمایښتونو ته رسېدلې دي.

افغانستان کې د کرونا د دویمې څپې احتمال:

د عامې روغتیا وزارت وایي، که خلک روغتیایي سپارښتنو ته پام ونه کړي، کېدای شي د هوا په سړېدو سره د کرونا ویروس دویمه څپه افغانستان کې هم راشي. ځینې متخصصین دغه احتمال ډېر کم بولي.   

د کابل طبي پوهنتون استاد ډاکټر هدایت الله حيات وایي، افغانستان کې د کرونا ناروغۍ د دويمې څپې د راتګ امکانات ډېر کم دي، ځکه ډېرو افغانانو دغه ناروغي تېره کړې، خو په هېواد کې د هوا په سړېدو سره به د دې ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېر لوړ شي.

د ده په وينا، شاوخوا درې مياشتې وړاندې افغانستان کې هره ورځ د څلورو، پنځو او لسو تر منځ مثبتې پېښې ثبت کېدې، هماغه و چې ښوونځيو او پوهنتونونو ته اجازه ورکړل شوه، څو درسونه پيل کړي، خو اوس هره ورځ شاوخوا سل مثبتې پېښې ثبتېږي.

د هغه په خبره، د شاوخوا سلو پېښو ثبت ته دويمه څپه نه شو ویلای، خو دا چې دغه وېروس په سړه هوا کې ډېر خپرېږي، نو د دغې ناروغۍ د مثبت پېښو د لا ډېروالي احتمال شته.

د افغانستان د عامې ورغتیا وزارت ویاند ډاکټر اکمل سمسور وايي چې د دغې ناروغۍ د دویمې څپې د راتګ احتمال شته، خو که خلک روغتیایي سپارښتنې عملي کړي، ماسک ډېر وکاروي او د ګڼې ګوڼې ځايونو نه ځان لرې وساتي؛ کېدای شي دويمه څپه رانه شي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال افغانستان کې ډېر خلک په ګڼه ګوڼه، تعلیمي مرکزونو او ادارو کې ماسک نه کاروي، اړین واټن نه مراعات کوي او په غونډو کې برخه اخلي. 

خو سمسور وایي، که خلک په ټوله کې احتیاط ونه کړي کېدای شي د ژمي له راتګ وړاندې په کرونا د اخته کسانو شمېر لوړ او افغانستان کې هم د دغې ناروغۍ دویمه څپه راشي؛ ځکه چې د هوا په سړېدو سره د کرونا ویروس خپرېدل ډېرېږي او په يوه خونه کې د ډېرو کسانو ناسته، په ژمي کې د ریزش او زکام ناروغۍ ډېروالی او د هوا ککړتيا هم د دغې ناروغۍ د ډېرېدو امکانات ډېروي.   

سمسور زیاتوي:« د وروستۍ سروې له مخې، په افغانستان کې نږدې ۳۱ سلنه کسان د کرونا په ناروغۍ اخته شوي او پاتې نږدې ۷۰ سلنه کسان کرونا نه دي نيولي، او بله دا چې د دې ناروغۍ په اړه څوک هېڅ هم نه شي ويلای چې ايا که يو کس ناروغۍ نيولى وي بیا پرې اخته کېږي او که نه؟ نو ډېر احتياط په کار دی.»

د دویمې څپې لپاره چمتوالى:

د کرونا ناروغۍ د لومړۍ څپې پر مهال له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د حکومت پر کړنو نیوکې کېدې، خو سمسور د نویو تیاریو په اړه وايي:«موږ د دويم موج لپاره يو مکمل پلان جوړ کړی او د نوي کال تر پيل پورې وخت ورته په پام کې نيول شوی، پنځو ساحو کې؛ داسې چې څرنګه د بسترونو شمېر زيات شي، هغه ناروغان چې بستر کېږي څرنګه ښه خدمات ورته وړاندې شي، د لابراتورونو شمېر څنګه زيات شي، څرنګه [د اړینو توکو] سټورونه (زیرمنتونه) زيات شي، څرنګه د سروېنلاس سيسټم تقويه شي او څرنګه له هغو ناروغانو سره چې په کور کې قرنطين کېږي مرسته وشي؛ مثلا لږ تر لږه په اوونۍ کې يو ځل بايد ډاکټر دغه ناروغ وګوري، معاینات يې وشي او اړينې توصيې ورته وشي.»

د ده په وينا، د دغه پلان په اړه د ټولو اړوندو ارګانونو نظرونه اخيستل شوي، کابينې تاييد کړی او له تېرو دوو مياشتو راهيسې د پلي کېدو په حال کې دی.

پژواک د  ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan