د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"معلوماتو ته نه لاسرسی د خبریالانو د ګواښلو او وژلو لامل شوی"

"معلوماتو ته نه لاسرسی د خبریالانو د ګواښلو او وژلو لامل شوی"

Nov 12, 2020 - 16:01

کندهار (پژواک، ۲۲ لړم ۹۹): د کندهار خبریالان وايي، معلوماتو ته یې لاسرسی محدود شوی او دا چاره د هغوی د ګواښلو، تهدیدولو او ان وژلو لامل شوې ده.

په دې اړه نن (د لړم ۲۲مه) د سوېلي زون د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې/ نی په دفتر کې یوه خبري غونډه جوړه شوې وه چې د ملي او نړیوالو رسنیو خبریالانو، د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو استازو او د سیمه ییزو رسنیو مسوولینو ګډون په کې کړی و.

د غونډې پر مهال په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي د وژلو خبر هم تر خبریالانو ورسېد چې ټول یې سخت ودردول او د هغه اروا ته یې په ګډه دعا وکړه.

د غونډې برخه والو د الیاس داعي وژنه پر سختو ټکو وغندله او له حکومته یې د دې پېښې اړوند سپیناوی وغوښت.

په سوېل کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې مشر سمیع غیرتمل وویل، له بده مرغه په دې وروستیو کې د خبریالانو پر وړاندې ستونزې ډېرې شوې چې یوه یې معلوماتو ته نه لاسرسی دی.

هغه زیاته کړه، د امنیتي پېښو پر مهال له خبریالانو سره معلومات نه شریکېږي او حکومت په دې برخه کې له ژمنو پرته بل ګام نه دی اخیستی.

د ده په خبره، معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې محدودیت د خبریالانو د ګواښلو، تهدیدولو او وژلو سبب شوی دی.

نوموړي ټینګار وکړ چې اړوند ارګانونه باید د پېښو پر مهال له خبریالانو سره د معلوماتو په شریکولو کې همکاري وکړي.

د دې ترڅنګ غیرتمل یادونه وکړه چې اړوندې ادارې د خبریالانو د امنیت په ساتنه کې هم پاتې راغلې دي.

هغه په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي یاد کړ چې همدا نن یې پر موټر د نښلول شوي ماین په چاودنه کې ژوند بایلود.

د کندهار پریس کلب مشر جاوېد تنویر وویل، معلوماتو ته نه لاسرسي خبریالان په کاري برخه کې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

ده زیاته کړه، خبریالان باید د نافذه قوانینو له مخې نه یوازې معلوماتو ته لاسرسی ولري، بلکې د یوه بې پرې ادرس او د ولس د رښتینو استازو په توګه یې باید کار ته درناوی وشي.

هغه پر وسله والو ډلو او حکومت غږ وکړ چې د خبریالانو ژوند ساتلو ته پام وکړي.

غونډې ته نورو خبریالانو هم په خپلو ویناوو کې معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې له حکومته د همکارۍ غوښتنه وکړه او ویې ویل که دا غوښتنه و نه منل شي نو د خبرولو له خپرولو به پرېکون وکړي.

د غونډې په وروستیو کې خبریالانو معلوماتو ته د نه لاسرسي یو شکایت لیک هم لاسلیک کړ او په کابل کې یې مېشتو خبریالانو او د خبریالانو ملاتړو بنسټونو ته ولېږه.

په دغه شکایت لیک کې راغلي وو چې د افغانستان د نافذه قوانینو له مخې هر افغان معلوماتو ته د لاسرسي حق لري خو په دې وروستیو کې نه یوازې عام خلک او مدني بنسټونه معلوماتو ته د نه لاسرسي له ستونزې سره مخ دي، بلکې خبریالان او رسنۍ هم نه شي کولای ان ډېرو عادي معلوماتو ته لاسرسی ولري.

دغې ستونزې خلک پر خبریالانو بې باوره کړي، پروپګېنډې او ذهنیتونو خرابولو ته یې زمینه برابره کړې ده، د دولت او ملت تر منځ یې واټن پیدا کړی او بالاخره دا چاره د خبریالانو د ګواښلو، تهدیدولو او وژلو لامل شوې ده.

په یاد شکایت لیک کې د کندهار خبریالانو په کابل کې له مېشتو خبریالانو، د خبریالانو له ملاتړو بنسټونو، د خبریالانو له عالي شورا او معلوماتو ته د لاسرسي کمېسیون څخه د دوی د ږغ اورېدو غوښتنه کړې ده.

په شکایت لیک کې یادونه شوې که د خبریالانو ږغ وا نه ورېدل شی نو د هر ډول خبرونو له خپرولو به پرېکون وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan