د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

غزني کې یو رضاکار معیوب ناروغانو ته د وینې په پیدا کولو کې همکاري کوي

غزني کې یو رضاکار معیوب ناروغانو ته د وینې په پیدا کولو کې همکاري کوي

Nov 18, 2020 - 15:44

غزني ښار (پژواک، ٢٨ لړم ٩٩): د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې يو معيوب اوسېدونکى له پنځو کلونو راهيسې د خلکو ناروغانو ته د وړيا وينې په پيدا کولو کې همکاري کوي.

دغه کس جان محمد نومېږي، د غزني د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکى دى چې د ګوزڼ واکسين د نه تطبيقولو له امله په ګوزن ناروغۍ اخته شوى او دا مهال يې دواړه پښې کار نه کوي.

هغه د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې د قره باغ ولسوالۍ د روغتون مخې ته ولاړ وي او له خلکو سره د وينې په پيدا کولو کې مرسته کوي.

ده وويل: ((زه دلته ولاړ یم، د چا چې وينه په کار شي، زه په ويلچر ځم، ګرځم کس ورته پيدا کوم ترڅو ناروغ ته وينه ورکړي.))

جان محمد په ورځني ژوند کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دى او وايي چې زوى نه لري او درې لوڼې يې دي.

دى وايي: ((زه چې د خلکو ناروغانو ته د ويني لپاره کس پيدا کړم، نو څوک سل او څوک هم ١٥٠ افغانۍ راکوي چې په دې زما مشکلات هم نه حل کېږي خو زه غواړم چې خلکو ته مې خير ورسېږي.))

جان محمد زياتوي چې په تېرو پنځو کلونو کې يې له سلګونو ناروغانو سره د وينې په پيدا کولو مرسته کړې ده.

ده وويل چې د وينې پيدا کولو ترڅنګ له خلکو سره د ورکو ماشومانو او څارويو په پيدا کولو کې هم همکاري کوي.

دى زياتوي: ((په ويلچر کې ګرځم، که دا څلور ټايره موټرسايکل راسره واى، نو د وينې پيدا کول او نور هر څه به مې پر خپل وخت ترسره کول.))

نوموړي له حکومت نه غوښتنه وکړه چې د کور د کرايې او يا هم نورو برخو کې ورسره مرسته وکړي.

په غزني کې د يوه خيريه بنسټ مشر عزيزالله قادري پژواک ته وويل چې جان محمد ډېر د خیر کار کوي او خلک ترې خوشحاله دي.

دى وايي: ((موږ ته يې اقتصادي حالات معلوم دي، خو بيا هم د خیر کار کوي او موږ ورسره مرسته هم کړې او پلان لرو چې بيا هم ورسره مرسته وکړو.))

په دې اړه د غزني د والي وياند واحدالله جمعه زاده پژواک ته وويل، حکومت د يوه منظم پلان له مخې له ټولو اړمنو کورنيو سره مرستې کوي.

ده وويل چې د مرستو د وېش پر مهال به د نورو کورنيو ترڅنګ له جان محمد سره هم مرستې ترسره شي.

د يادونې ده، په افغانستان کې د پرله پسې څلورو لسيزو جګړو له امله ميليونونه کورنۍ د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او له بدو اقتصادي حالاتو سره مخ دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan