د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

استراليا د خپلو ځواکونو له خوا د ٣٩ بې ګناه افغانانو د وژلو له امله بښنه وغوښته

استراليا د خپلو ځواکونو له خوا د ٣٩ بې ګناه افغانانو د وژلو له امله بښنه وغوښته

Nov 19, 2020 - 11:41

کابل (پژواک، ٢٩ لړم ٩٩) : د استراليايي ځواکونو له خوا تر څېړنو او پلټنو وروسته معلومه شوې ده چې ځواکونو يې  په افغانستان کې ٣٩ تنه بې ګناه افغانان وژلي دي.

د يادونې ده، چې استراليايي ځواکونه د څو کلونو لپاره په اروزګان ولايت کې مېشت وو، او هلته يې د بيارغونې د کارونو ترڅنګ په پوځي عملياتو کې هم برخه اخيستله.

د استراليايي رسنيو د راپورونو له مخې، ددغه هېواد د پوځ لوی درستيز انګس کمپبل د استراليايي ځواکونو له خوا د بې ګناه افغانانو وژنه غندلې ده.

سرچينې زياته کړې، د استراليايي ځانګړو ځواکونو له خوا د افغانستان ماموريت دوران  کې يې د وژنو او ځورونو پيښو پلټنې څلور کاله وخت ونيوه او په دې راپور کې موندل شوي چې د کره معلوماتو له مخه ځينو پوځيانو بې ګناه افغانان وژلي دي.

په راپور کې ادعا شوې ده، چې د استراليايي ځانګړو ځواکونو له خوا ۳۹ بې ګناه افغانان په ناقانونه ډول وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، د استراليا پر ۲۵ اوسنيو او پخوانيو ځانګړو ځواکونو د بې ګناه افغانانو د وژنې تور دی او د يادو ځواکونو د ۱۹ تنو په اړه  يې د استراليا پوليسو له خوا پلټنې کيږي.

په څېړنيز راپور کې راغلي، له يادو وژنو څخه يې هېڅ يوه د جګړې دوران کې نه ده ترسره شوې او نه هم د يادو افغانانو له خوا استراليايي ځواکونو ته کوم خطر پېښ و.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په يادو ٣٩ افغانانو کې عادي کسان، کروندګر او بنديان شامل وو.

د دياد راپو تر خپرېدو مخکې د استراليا لومړي وزير سکاټ موريسن له ولسمشر محمد اشرف غني سره د ټيلېفون له لارې خبرې کړې او د يادو موندنو په اړه يې له هغه او افغانانو بښنه غوښتې.

په راپور کې راغلي، ځانګړو ځواکونو د استراليا نظامي قانون هم تر پښو لاندې کاوه او همدا لامل و، چې د يادو کړنو راپور د استراليا ملي پوځ ته نه رسېده او پېښې پټې پاتې کېدې.

د استراليا د پوځ لوی درستيز ويلي: "زه د استراليا پوځ له خوا له ټولو خلکو چې افغانستان کې دي د استراليا ځانګړو ځواکونو ناوړه کړنو له امله ژوره بښنه غواړم."

هغه زياته کړې : " ادعا شوو کړنو پر موږ د افغانانو اعتبار او درناوى اغېزمن کړ، ځکه همدې افغانانو له موږه غوښتي و ترڅو يې هېواد کې امن راولو او ورسره مرسته وکړو."

د راپور له مخې، له ٢٠٠٥ زېږديز کال څخه تر ٢٠١٦ کاله پورې د پېښو پلټنې او څېړنې شوې او معلومه شوې، چې ياد افغانان د ٢٠٠٩ او ٢٠١٣ کلونو ترمنځ وژل شوي دي.

په راپور کې دا هم موندل شوي چې د استراليا ځانګړو ځواکونو د بې ګناه افغانانو له وژنې وروسته له هغوی سره وسلې او مخابرې کېښودلې ترڅو وښيي چې وژل شوی کس يې په حقه وژلی دى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan