د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې د يونيسف په مرسته د ماشوم نړيواله ورځ ونمانځل شوه

ننګرهار کې د يونيسف په مرسته د ماشوم نړيواله ورځ ونمانځل شوه

Nov 19, 2020 - 17:15

جلال اباد (پژواک ۲۹ لړم ۹۹): ننګرهار کې د پوهنې رياست او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې يا يونيسف له لوري د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ماشوم نړيواله ورځ ونمانځل شوه.

دوی په تمثيلي شکل د څو ساعتونو لپاره د پوهنې رياست او د څو ښوونځيو مديريت د ښوونځيو شاګردانو ته وسپاره چې له يوې خوا ماشومانو ته د رهبرۍ کولو زړورتيا ورکړي او له بلې خوا د ماشومانو حق پر ځای کړي.

دغه راز د جلال اباد ښار نازو انا نجونو لېسې کې د زده کوونکو د لاسي صنايعو اړوند د تشبث د مضمون د توليداتو نندارتون هم جوړ شوی و.

په دې نندارتون کې د یادې لېسې زده کوونکو له لوري په لاس جوړي شوي کالي او خوراکي توکي نندارې ته ايښي وو.

د پرانيستې په مراسموکې د پوهنې ریاست مرستیال سید عیسی سادات وویل، پوهنې ریاست د ماشوم نړیوالې ورځې په ویاړ ګڼې روزونکې او بوختوونکې برنامې تر لاسه لاندې نیولي چې یوه یې هم د زده کوونکو په لاس د جوړو شویو توکو همدا نندرتون دی.

هغه زياته کړه، د ماشومانو د هڅونې په موخه یې په سمبوليکه بڼه د پوهنې ريیس او دوه مرستیالانو پر څوکۍ او همدارنګه د جلال اباد ښار، بهسودو او سره رود ولسوالیو د هلکانو او نجونو د دوولسو لیسو امرین او مرستیالان هم د یوې ورځې لپاره زده کوونکي ګومارلي دي.

د پوهنې ریاست مرسیتال له یوینسف مننه وکړه چې له مالي پلوه یې د ماشومانو د نړیوالې ورځې په ویاړ جوړ شویو پروګرامونو ملاتړ کړی دی.

بیا د پوهنې ریاست سرپرستې ريیسې (سمبوليک) بسمېنې خلیل هم د نندارتون برخه والو ته لنډې خبرې وکړې ویې ویل خوشحاله ده چې د یوې ورځې لپاره د پوهنې د ريیس تمثیل کوي.

خو هغې هیله وښوده چې یوه ورځ په رښتینې بڼه د ریاست منصب ترلاسه کړي.

په ختیځو ولایتونو کې د یونیسف ادارې د پوهنې د برخې متخصصې انيتا شېرزاد وويل، یونیسیف اداره ویاړي چې د زده کوونکو لپاره د داسې هڅونکو پروګرامونو برخه ده .

هغې د پوهنې له ریاست نه مننه وکړه چې د ماشومانو د نړیوالې ورځې په ویاړ یې ښه او په زړه پورې پروګرامونه چمتو او پلي کړي دي.

د ماشومانو د نړیوال پیوستون، د هغوی د حقونو او د ژوند د ښه والي لپاره ملګرو ملتونو په ۱۹۵۹م کال کې د نوامبر۲۰مه د ماشومانو نړیواله ورځ وټاکله. د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې ۲۱۸ میلیونه ماشومان په کارونو بوخت دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan