د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په نيمروز کې څلور سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي

په نيمروز کې څلور سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي

Nov 20, 2020 - 16:26

زرنج (پژواک، ۳۰ لړم ۹۹): تېره شپه د دولت وسله والو مخالفينو د نيمروز ولايت په چخانسور ولسوالۍ کې پرامنيتي پوستو بريدونه کړي، چې څلور سرتېري يې وژلي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

د نيمروز والي زمریالي احدي پژواک اژانس ته وويل چې د دولت وسله والو مخالفينو تېره شپه د دغه ولايت د چخانسور ولسوالۍ د خواجه سرجوى په سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريد کړى دى.

د نوموړي په خبره، د دولت وسله والو مخالفينو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ څلورامنيتي سرتېري وژل شوي او شپږ نور يې ټپيان شوي دي.

هغه د دولت وسله والو مخالفينو ته د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېر په ډاګه نه کړ.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan