د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بلخ معترضين: پاکستان دې د افغانستان په اړه خپل سياست بدل کړي

د بلخ معترضين: پاکستان دې د افغانستان په اړه خپل سياست بدل کړي

Nov 21, 2020 - 11:07

مزارشريف (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۹۹): د بلخ سلګونه اوسېدونکو د يوې اعتراضي غونډې پر مهال له پاکستانه غوښتي چې د افغانستان پر وړاندې خپل خصمانه سياست بدل کړي.

دا غونډه چې پرون جوړه شوې وه، دوی دغه راز ويل چې ياد هېواد د افغانستان د سولې پر وړاندې لوی خنډ او د جګړې د دوام په لټه کې دی.

د بلخ فکري بنسټ مسوول ډاکټر غلام رسول ملکزي غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، د خوښۍ ځای دی چې خلک نور له جنګه ستړي دي.

هغه زياته کړه چې په افغانستان کې د جنګ ستر لامل دا دی چې پاکستان مداخله  کوي او د جګړې د دوام لپاره پلمې لټوي.

د ملکزي په خبره، اوس چې سوله کېږي، پاکستان غواړي چې په افغانستان کې قومي او مذهبي تشدد زيات کړي.

نوموړي زياته کړه چې کابل ته د پاکستان د لومړي وزير سفر ځکه بې ګټې دی چې هغوی دروغ وايي او د سولې لپاره صادقانه همکاري نه کوي.

د ملکزي په وينا، هر ځل چې پاکستاني پلاوي افغانستان ته سفر کړی؛ نو ورسره جګړه زياته شوې ده.

قومي مشر محمد وکيل متين غونډې ته په خپله وينا کې غوښتنه وکړه چې پاکستان بايد د افغانستان پر وړاندې خپل خصمانه سياستونه بدل کړي.

متين زياته کړه چې پاکستان په سيمه کې د ټولو شيطاني حرکتونو ملاتړی او حامي دی.

د هغه په خبره د پاکستان بنسټ په تروريزم اېښودل شوی دی او ياد هېواد لا هم د ترهګرۍ ملاتړ کوي.

نوموړي وويل: ((په نړۍ کې ۹۸ تروريستي حلقې شته چې ۲۲ يې افغانستان کې فعالې دي چې ډېرې يې د پاکستان له خوا حمايه کېږي.))

هغه زياته کړه چې د کابل پر پوهنتون حمله هم د پاکستان له خاورې تنظيم شوې ده.

د دغه قومي مشر په خبره، که هر څوک پر دې نظر وي چې پاکستان په افغانستان کې سوله غواړي دا اشتباه ده.

نوموړي وويل چې پاکستان په افغانستان کې د ستراتيژيک عمق په لټه کې دی.

مدني فعال سيد محمد يزدان پرست هم په خپلې وينا کې پر پاکستان تور پورې کړ چې د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه کوي.

هغه زياته کړه چې پاکستاني سياستوال پر داسې مهال افغانستان کې د جهاد فتواوې ورکوي چې په خپل هیواد کې يې بې حسابه غير شرعي عملونه روان دي.

د يزدان پرست په وينا، افغانان بايد متحد شي څو د نورو هېوادونو د ګټو د تضمين لپاره ونه کارېږي.

غونډې ته د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګې مشر حاجي حسين خان اسحاقزي په خپلې وينا کې له طالبانو وغوښتل چې د سولې لاس ته راغلی فرصت بايد ضايع نکړي.

هغه وويل چې د سولې راتلو په موخه بايد جګړه ژر تر ژره او سملاسي بنده شي.

د اسحاقزي په وينا، د هېواد په ګڼو ولايتونو کې وروستي بريدونه او جګړې د افغانانو د اندېښنې سبب شوي دي.

د دې اعتراضيه غونډې په پای کې يو پرېکړه ليک هم خپور شو چې په کې له پاکستانه د ورانکارۍ د نه ملاتړ غوښتنه شوې وه.

په پرېکړه ليک کې همدا راز پر پاکستان غږ شوی چې په پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د سوله ييزو فعاليتونو پر وړاندې دې خنډ نه جوړېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لومړي وزير عمران خان تېره اوونۍ کابل ته سفر کړى و او له ولسمشر سره د ليدنې پر مهال يې په افغان سولې پروسه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړى دى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan