د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ولسي جرګې د یوه وکیل درې ساتونکي د عامه نظم ګډوډلو په تور نیول شوي

د ولسي جرګې د یوه وکیل درې ساتونکي د عامه نظم ګډوډلو په تور نیول شوي

Nov 21, 2020 - 14:20

کابل (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۹۹): د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، د ولسي جرګې یوه غړي شاپور حسین زوی درې ساتونکي د پولیسو د وهلو او د عامه نظم ګډوډلو په جرم نیول شوي، خو حسین زوی دغه چلند توطیه بولي.

د کورنیو چارو وزارت وړمه ورځ ویلي وو چې پولیسو د کابل ښار لومړۍ ناحیې  د باغ قاضي سیمې په تلاشۍ کې په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازي شاپور حسین زوی د تورو ښیښو او بې پلېټه تور فرونر موټر درولی و، خو د هغه ساتونکو پر پولیسو ډزې کړې او یو ساتمن یې وهلی دی.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي چې د شاپور حسین زوی درې ساتونکي د پولیسو د وهلو، د وسلو د جعلي اسنادو لرلو، د پولیسو له تلاشی د تېښتې او د عامه نظم ګډوډلو په جرم نیول شوي دي.

دی وايي، دغه کسان په داسې حال کې نیولی شوي چې لس میلیونه او سل زره افغانۍ هم ورسره وې او نن څارنوالۍ ته سپارل شوي دي.

هغه زیاته کړې چې دا کسان باید "د سیاسي فشار په پایله کې او یا په ضمانت خوشي نه شي، بلکې د حبس موده پوره کړي او د قانون سزا لمس کړي."

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، پولیسو د حسین زوی له ساتونکو یو کلاشینکوف او یوه تومانچه چې جوازونه نه لري، ترلاسه کړي دي.

د ولسي جرګې غړی شاپور حسین زوی دغه قضیه د ده پر وړاندې یوه توطیه ګڼي او وايي، له پولیسو سره چې د ده وراره کوم چلند کړی، د دولت کارکوونکی دی؛ له پلټنو وروسته به معلومه شي چې څوک ملامت دي.

ده وویل، پولیسو ادعا کړې چې وسلې یې کارت او موټر یې پليټ نه لري، خو داسې نه ده او دغه راز د موټر نه رنګ تور دی او نه یې هم ښیښې تورې دي.

حسین زوی زیاتوي: "امرالله صالح د داسې راپورونو په خپرولو سره شخصیتونو ته صدمه رسوي چې نور یې نه شو زغملی او هغه باید دا ثابته کړي چې د موټر رنګ او ښیښې تورې دي او یا پلېټ نه لري."

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan