قطر: په افغان سوله کې دې د لږکيو او ښځو حقونه خوندي شي
قطر: په افغان سوله کې دې د لږکيو او ښځو حقونه خوندي شي
کابل (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ٩٩): د قطر د بهرنيو چارو وزير يو ځل بيا د افغان سولې پروسې د ملاتړ ترڅنګ د لږکيو او ښځو پر حقونو ټينګار کړى دى.
د قطر د بهرنيو چارو و زير محمد بن عبدالرحمن آلثاني دغه څرګندونې تېر ماښام د افغانستان د سولې په تړاو د ملګرو ملتونو امنيت شورا ځانګړې غونډې ته چې د ويډيو له لارې جوړه شوې وه، کړې دي.
دغه غونډه (د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د افغان سولې پروسه کې څه کولى شي) تر عنوان لاندې جوړه شوې وه چې په کې د استونيا، جرمني، قطر، فنلينډ، ناروې او د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزيرانو، د امنيت شورا غړو هېوادونو استازو، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د افغان مذاکراتي ټېم غړې فاطمې ګيلاني برخه اخيستې وه.
د قطر د بهرنيو چارو وزير وويل، د افغان سولې د یوې داسې پروسې غوښتونکي دي چې په افغانستان کې تاوتريخوالی او جګړو ته د پاى ټکى کېږدي.
هغه هيله څرګنده کړه چې له دغه ډول سولې سره به د سولې او ثبات لپاره افغانان خپلو موخو ته ورسېږي.
خو الثاني وويل، دا موخې او هيلې تر هغه پورې نه ترسره کېږي، څو چې له سولې وروسته د ښځو او لږکيو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه خوندي شوي نه وي.
د قطر د بهرنيو چارو وزير زياته کړې چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره يې هېواد له نورې نړيوالې ټولنې سره يو ځاى هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو دى.
هغه وايي، له څو لسيزو جګړو وروسته افغانان سولې او ثبات ته اړتيا لري څو په راتلونکي کې ښه ژوند ولري.
نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې ټاکل شوې د امريکا د بهرنيو چارو وزير دغه هېواد ته د سفر پر مهال پر افغان سولې پروسې له قطري چارواکو، افغان دولت او طالبانو له مذاکراتي ټيمونو سره هم وګوري.
ورته راپورونه:

- 3874 reads
نظر ورکړئ