د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني: ملګري ملتونه دې يو ځل بيا په افغانستان کې د اوربند غوښتنه وکړي

ولسمشر غني: ملګري ملتونه دې يو ځل بيا په افغانستان کې د اوربند غوښتنه وکړي

Nov 21, 2020 - 11:24

کابل (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ٩٩): ولسمشر اشرف غني د ملګرو ملتونو له امنيت شورا غوښتي دي چې یو ځل بیا دې په افغانستان کې د اوربند لپاره خپله غوښتنه تکرار کړي، څو د کرونا ویروس له دویمې څپې سره د اغېزناکې مبارزې لپاره د غوره چمتووالي شرایط برابر شي.

له ارګه د لېندۍ په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام د افغانستان د سولې پروسې په اړه د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا ناسته کې د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ او وینا یې هم وکړه.

سرچينې زياته کړې، په دې غونډه کې لومړی د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر خبرې وکړې او وې ویل، د دغه فورمول په چوکاټ کې لومړنۍ غونډه د ښځو او سولې پروسې په اړه وه او اوس هم د سولې پروسې په اړه بحث او خبرې کېږي.

هغه د ملګرو ملتونو امنیت شورا نوو غړو ته د بریالیتوب هیله وکړه، ویې ویل، افغانستان ستاسو په ملاتړ حساب کوي او تاسو هم کولی شئ زموږ پر ملاتړ حساب وکړئ.

حنیف اتمر د یوناما  ماموریت د تمدید او له افغانستانه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ملاتړ قدرداني وکړه.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې د دې غونډې له جوړېدو د مننې ترڅنګ وویل، د افغانستان د سولې په اړه نننۍ غونډه د دې ښودنه کوي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سولې او ثبات ته د افغانستان د رسېدو لپاره پیاوړې ژمنتیا لري.

هغه زیاته کړه: "نن نړیواله ټولنه هوکړې ته رسېدلې چې موږ یوې سیاسي حل لارې ته د رسېدو لپاره خپل مطلوب هدف ته رسېدلي یو."

ولسمشر د افغانستان د سولې په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرېکړه لیکونه مهم وبلل، ويې ویل، دغه سازمان د افغانستان د خپلواکۍ، سیاسي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په اړه خپله همېشنۍ ژمنتیا څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې په راتلونکو سیاسي پروسو کې د افغانانو حقوق په خپله د افغانانو له لوري تضمین شي.

هغه  زياته کړه، د جګړې د پاى ته رسېدو، بیا ادغام، سولې او پایداره ثبات، بشري حقونو ته د درناوي او له ټولو مهم دا چې افغانستان بیاد تروریستانو په خوندي پټنځای بدل نه شي، له افغانانو د ملاتړ لپاره ستاسو ژمنتیا مهمه ده.

ولسمشر غني همداراز له خپلواک، متحد او مقتدر افغانستان او د ترورېزم له ګډ ګواښ سره د مبارزې په برخه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ یادونه وکړه.

ده زياته کړه: "د افغانستان سولې له پروسې د ملګرو ملتونو امنیت شورا دوامداره ملاتړ کولی شي، موږ د دې وړ وګرځوي چې یوه سیاسي حللاره ومومو."

هغه دې ته په اشارې چې د سولې ټینګښت قيمت لري وویل: "په دوحه کې زموږ مذاکراتي ټېم د سولې مذاکراتو ته ژمن دی."

ولسمشر غني زیاته کړه، د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا له جګړې د خلاصون لپاره په تېرو دوو لسیزو کې د یوه باثبات ملاتړي په توګه ملاتړ کړى او په دې برخه کې ستاسو د پاملرنې له دوام، هڅو، شفافیت او دوامداره پرېکړه لیکونو مننه کوي.

هغه وویل، نړیواله ټولنه نن دې نتیجې ته رسېدلې چې افغانستان یوې سیاسي حل لارې ته ورسېږي او د حاکمیت لرونکی، متحد او ولسواک هېواد وي چې خپلمنځي، له سیمې او نړۍ سره په سوله کې وي او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې وساتي او پراختیا ورکړای شي.

ولسمشر اشرف غني وايي، ستاسو د پرېکړه لیکونو دوام نه یوازې په حقوقو، ارزښتونو او اهدافو د تایید مُهر وهي، بلکې یو چوکاټ مشخصوي چې یوازې مشروع دولت د افغانستان اسلامي  جمهوریت دی او اسلامي امارت د ملګرو ملتونو له لوري په رسمیت نه پېژندل کېږي او دغه سازمان د اسلامي امارت د بیا رامنځته کېدو ملاتړ نه کوي.

نوموړي زياته کړه: "موږ له ملګرو ملتونو غواړو چې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. زموږ تر ټولو مهمه اړتیا او لومړیتوب سوله ده او موږ باید د سولې پروسې ته نوې انرژي ورکړو؛ ځکه په دوحه کې په نامطلوب وضعیت کې قرار لري او تاسو په دې برخه کې کولی شئ عمده رول ولوبوئ."

ولسمشر ټینګار وکړ چې عمده لومړیتوب سوله ده او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا یې وغوښتل چې یو وار بیا په افغانستان د اوربند لپاره خپله غوښتنه وکړي، څو د کرونا ویروس له دویمې څپې سره د اغېزناکې مبارزې لپاره د غوره چمتووالي شرایط برابر شي.

هغه څرګنده کړه، د یوې وسیلې په توګه د تعزیراتو تطبیق له طالبانو سره په مذاکراتو کې مهم دی او دغه تعزیرات یوازې هغه مهال اغېزناک واقع کېدای شي چې د سولې روان بهیر په میکانيزم کې هر بدلون د سولې پروسه کې د ملموس پرمختګ پر اساس وي.

نوموړي وویل، د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید ترورېزم د یو ایکوسیستم په توګه ومني، نه د یو لړ منزوي سازمانونو په توګه او له ترورېزم سره د مبارزې لپاره یوې ستراتيژۍ ته اړتیا ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا یې ملاتړ وکړي.

ولسمشر محمد اشرف غني د خپلو خبرو په پای کې په نږدې راتلونکې کې د افغانستان په اړه د جینوا جوړېدونکي کنفرانس ته په اشارې چې پایلې به یې د هیواد د انکشاف او ځان بسیاینې پر راتلونکې اغېز ولري وویل، حکومت خپل حساب ورکول چټکوي او له بین المللي ټولنې سره خپلو اړیکو ته د بشري حقونو د پیاوړتیا په ګډون د ګډو لومړیتوبونو پر اساس دوام ورکوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan