د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کابل ښار کې د راکټونو لګېدو له امله پنځه کسان وژل شوي، ۲۵ ټپیان دي

کابل ښار کې د راکټونو لګېدو له امله پنځه کسان وژل شوي، ۲۵ ټپیان دي

Nov 21, 2020 - 09:51

کابل- دویم تعقیب (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۹۹): د عامې روغتیا وزارت وایي، په کابل ښار کې د راکټونو لګېدو امله پنځه کسان وژل شوي او ۲۵ ټپیان دي چې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

دغه څرګندونې د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال نورالله تره کي پژواک خبري اژانس ته وکړې.  هغه په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي چې د دغو راکټونو لګېدو له امله درې کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.

دغه راکټونه نن سهار نږدې نهه بجې د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د ګل سرخ او تهیه مسکن څلورلارو ته له څېرمه سیمو له دوو سوزکي ډوله موټرو توغول شوي او دغه موټر هم سوځېدلي دي.

له دغو موټرو په یوه کې د راکټونو د توغولو دستګاه هم ښکاري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي چې نن سهار ۱۴ راکټونه د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند سېمه کې پر یوه کور، د چهارکلا اړوند په برج برق سیمه، طاهري کوڅه، نعمت پلازا، سلام پوهنتون ته نږدې، ګل سرخ څلورلارې، صدارت څلورلارې، پل باغ عمومي، سپین زر واټ، ملي ارشیف ته نږدې، پنجصد فامیلو او مریم لېسې سیمو کې لګېدلي دي.

له دغو راکټونو یو د ګل سرخ څلورلارې ته څېرمه پر یوه نوې جوړېدونکې ودانۍ او یو هم د لسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د «ثناء» خصوصي روغتون پر ودانۍ لګېدلی او دغه ودانۍ یې زیانمنې کړې دي.

د دغه روغتون یوه ډاکتر فرهاد پژواک خبري اژانس ته وویل چې راکټ د روغتون کارکوونکو او ناروغانو ته زیان نه دی اړولی.

د ښاروالۍ یو کارکوونکی محمد وایي، د ګل سرخ څلورلارې ته له څېرمې سیمې د توغندیو توغولو پر مهال دی په یاده سیمه کې و او د سړک پر پاکولو بوخت و.

هغه وایي: «لومړۍ له تهیه مسکن نه راکټونو وتوغول شول او بیا ما ته نږدې د سړک له بلې غاړې له یو بل کوچني سوزوکي موټره راکټونه وتوغول شول، خلک له سیمې په تېښته شول او زه هم د کثافت دانۍ شاته پټ شوم.»

دی وایي چې وروسته یاد موټر هم اور واخیست او بیا پولیس سیمې ته راغلل او اطفایې اور مړ کړ.

هغه وویل چې د راکټونو د توغولو پر مهال د یاد موټر ترڅنګ څوک نه ښکارېدل.

د یادو راکټونو د توغولو مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

طالبانو ویلي چې دغه بریدونه دوی نه دي کړي. هغوی لیکلي: «موږ په ګڼ مېشتو ځایونو ړندو ګوزارونو ته اجازه نه ورکوو.»

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan