د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)
پېښې

پنجشېر کې تپې ښویېدنې خلک زیانمن کړي او د سلګونو کورونو لار یې تړلې ده

Nov 18, 2020 - 15:18
پاراخ (پژواک، ۲۸ لړم ۹۹): د پنجشېر د حصه اول ولسوالۍ په دوشاهي خارو کلي کې د یوې خاورینې غونډۍ د یوې برخې ښویېدو د سلګونو کورنیو لار بنده کړې او د سیمې اوسېدونکو ته یې زیانونه اړولي دي.
پاتې برخه

د کابل - جلال اباد پر لاره ترافيکي پېښه کې ٤ تنه مړه او ٣٢ ټپيان شوي

Nov 17, 2020 - 19:56
کابل (پژواک، ٢٧ لړم ٩٩) : د کابل – جلال اباد پر لويه لاره د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ٤ تنه مړه او ٣٢ نور ټپيان شوي دي.
پاتې برخه

د سالنګ لویه لار د واورې ورېدو له امله د ټېلري موټرو پر مخ وتړل شوه

Nov 14, 2020 - 15:23
چاريکار (پژواک، ٢٤ لړم ٩٩): د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوول وايي چې په شمالي او سوېلي سالنګ کې د واورې او باد له امله دغه لویه لار د ټېلري موټرو پر مخ تړل شوې ده. د سالنګونو د ساتنې او څارنې اجرائیو مدیر سمېع الله رحیمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې...
پاتې برخه

پکتيکا کې د ترافيکي پېښې له امله اووه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

Nov 13, 2020 - 15:57
ښرنه (پژواک، ٢٣ لړم ٩٩): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د ترافيکي پېښې له امله څلور کسان مړه او درې نور ټپيان شوي دي.
پاتې برخه

د کابل طبي پوهنتون استاد ډاکتر عبدالواسع سلطاني ومړ

Nov 12, 2020 - 12:05
کابل (پژواک، ۲۲ لړم ۹۹): د کابل طبي پوهنتون استاد ډاکتر عبدالواسع سلطاني د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.
پاتې برخه

​ننګرهار کې د یوې چورلکې لوېدو پېښه کې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

Nov 11, 2020 - 12:03
جلال اباد (پژواک، ۲۱ لړم ۹۹): په ننګرهار کې د يوې پوځي چورلکې لوېدو له امله ۴ څلورو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پاتې برخه

د سمنګان د والي ویاند په ترافیکي پېښه کې مړ شوی

Oct 30, 2020 - 09:48
ایبک (پژواک، ۹ لړم ۹۹): د سمنګان پولیس وايي چې د دغه ولایت د والي ویاند په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شوی او یو بل کس ټپي دی.
پاتې برخه

په هرات کې د موټرو ټکر پېښه کې اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

Oct 27, 2020 - 15:43
هرات ښار (پژواک، ۶ لړم ۹۹): د هرات ــ اسلام کلا پر لویه لار د یوې ترافیکې پېښې په پایله کې درې کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
پاتې برخه

ننګرهار کې د چت لوېدو له امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Oct 27, 2020 - 11:34
جلال اباد (پژواک، ۶ لړم ۹۹): د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د خونې چت لوېدو پېښه کې څلورو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
پاتې برخه

​ننګرهار کې د خونې چت لوېدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۷ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

Oct 24, 2020 - 11:44
جلال اباد (پژواک، ۳ لړم ۹۹): د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولایت په پچيراګام ولسوالۍ کې د يوه کور د خونې چت لوېدو پېښه کې ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پاتې برخه

​ننګرهار کې د پاکستان ویزې اخیستو پر مهال یوولس ښځې مړې شوې دي

Oct 21, 2020 - 09:51
جلال اباد (پژواک، ٣٠ تله ٩٩): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د پاکستان ويزې اخیستو پر مهال د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله ١١ ښځې مړې او ١٢ نورې ټپيانې شوې دي.
پاتې برخه

​ دفاع وزارت: هلمند کې دوه چورلکې لوېدلې او نهه سرتېري په کې وژل شوي

Oct 14, 2020 - 09:19
لومړى تعقيب-لښکرګاه (پژواک، ٢٣ تله ٩٩): د ملي دفاع وزارت وايي چې د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د ملي اردو دوه چورلکې د تخنيکي ستونزې له امله لوېدلي او نهه سرتېري په کې وژل شوي دي.
پاتې برخه

هرات او هلمند کې د ماین چاودنو ۳۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

Oct 10, 2020 - 14:05
هرات-لښکرګاه (پژواک، ۱۹ تله ۹۹): د هرات او هلمند سیمه ییز مسوولین وایي چې د سړک غاړې پر ماینونو د مسافر وړونکو موټرو برابرېدو له امله ۹ ملکیان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.
پاتې برخه

​"د کام ایر یوې الوتکې تخنیکي ستونزه پیدا کړه، خو له کوم زیان پرته یې خوندي ناسته وکړه"

Oct 10, 2020 - 13:51
کابل(پژواک، ۱۹ تلې ۹۹): د ملکي هوایي چلند اداره وایي، د کام ایر هوايي شرکت يوې الوتکې چې له بدخشانه یې کابل ته الوتنه درلوده،تخنیکي ستونزه پیدا کړې وه، خو بې له دې چې زیان رامنځته شي، خوندي ناسته یې وکړه.
پاتې برخه

د کرکټ ملي لوبغاړى نجيب تره کى ومړ

Oct 06, 2020 - 09:13
کابل (پژواک، ١٥ تله ٩٩): د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړی نجيب الله تره کى چې څو ورځې مخکې په يوه ترافيکي پېښه کې سخت ټپي شوى و، په روغتون کې يې ساه ورکړه.
پاتې برخه

ننګرهار کې د ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او لس نور ټپیان شوي

Oct 05, 2020 - 11:12
جلال اباد (پژواک، ١٤ تله ۹۹): ننګرهار کې د دوو ترافيکي پېښو له امله يو کس مړ او لس نور ټپيان شوي دي.
پاتې برخه

هرات کې په دویمه ترافیکي پېښه کې ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Oct 01, 2020 - 18:26
هرات ښار (پژواک، ۱۰ تله ۹۹): د هرات حکومتي مسوولین وایي چې په دغه ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.
پاتې برخه

هرات کې د ترافيکي پېښې له امله ١٦کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

Oct 01, 2020 - 11:16
شهر هرات (پژواک، ١٠ تله ٩٩): د هرات- کندهار لارې په اوږدو کې د ترافيکي پېښـې له امله لس کسان مړه شوي او شپږ نور ټپيان دي.
پاتې برخه

بغلان کې د چورلکې لوېدو پېښې له امله دوه پیلوټان وژل شوي

Sep 24, 2020 - 18:58
پلخمري (پژواک، ۳ تله ۹۹): په بغلان کې یوه امنیتي سرچینه وایي چې د دغه ولایت اړوند د ملي اردو د یوې چورلکې د سقوط له امله یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی.
پاتې برخه

د پوليسو رېنجر جلال اباد ښار کې څلورو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

Sep 22, 2020 - 16:03
جلال اباد (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۹): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې پوليسو په رېنجر موټر څلور ماشومان وهلي چې چارواکي وايي، يو يې مړ شوی او درې نور ټپيان دي.
پاتې برخه

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan