د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)
بيارغونه

ننګرهار کې د بيارغونې يوشمېر پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

Nov 19, 2020 - 11:58
جلال اباد (پژواک، ٢٩ لړم ٩٩) : د ننګرهار ولايت په جلال اباد ښار او کامې ولسوالۍ کې کې د نږدې پنځلس میلیونه افغانیو په لګښت بېلا بېلې رغنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .
پاتې برخه

افغان- تاجک سرحدي سیمو کې د ۹.۴ میلیونه ډالرو په لګښت د ژوند ودې پروګرام پیل شو

Nov 17, 2020 - 16:26
کابل(پژواک، ۲۷ لړم ۹۹): د کلیو او پراختیا وزارت مسوولین وايي، د افغانستان او تاجکستان هېوادونو سرحدي سیمو کې د ژوند د ودې په موخه د لیتاکا درېیم پړاوو پروګرام د ۹.۴ میلیونه ډالرو په لګښت د پنځو کلونو لپاره پرانيستل شو.
پاتې برخه

د پکتیا په احمدابا ولسوالۍ کې يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

Nov 13, 2020 - 16:22
ګرديز (پژواک، ٢٣ لړم ٩٩): د پکتيا په احمد ابا ولسوالۍ کې یوه ښوونځي ته د ١٧ ميليونه افغانيو په لګښت ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
پاتې برخه

ننګرهار کې د نجونو يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

Nov 12, 2020 - 16:08
جلال اباد (پژواک، ۲۲ لړم ۹۹): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د شاوخوا ۱۸ میليونه افغانيو په لګښت د نجونو د يوې لېسې لپاره نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
پاتې برخه

صديقي: اغاخان بنسټ د هرات د پنځم منار بيارغونه کې مرسته کوي

Nov 11, 2020 - 14:27
کابل (پژواک، ٢١ لړم ٩٩) : ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د اغاخان بنسټ د هرات مصلى د پنځم منار په جوړولو کې د افغانستان د حکومت مرسته کوي.
پاتې برخه

د پژواک راپور د هرات والي اړ کړ چې له پاشدان بنده لیدنه وکړي

Nov 10, 2020 - 09:48
هرات (پژواک، ٢٠ لړم ٩٩): پاشدان بند ته د شته ګواښونو په تړاو د پژواک راپور له خپرېدو وروسته د هرات والي له یو شمېر نورو سیمه ییزو مسوولینو سره د دغه بند د کار له بهیره د لیدنې په موخه د دغه ولایت د کرخ ولسوالۍ د پاشدان کلي ته ولاړ.
پاتې برخه

انصاري: د ننګرهار د نوي هوايي ډګر ځاى د کرنې ملي پروژې لپاره لږ تغيير شو

Nov 09, 2020 - 14:07
جلال اباد (پژواک، ١٩ لړم ۹۹): د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې د ننګرهار د نوي هوايي ډګر ساحه شپږ کيلومتره ځکه تغیير شوې چې هلته د کرنې بله ملي پروژه خوندي پاتې شي. دغه هوایې ډګر چې نږې اته میاشتې وړاندې د ننګرهار او لغمان ترمنځ په ګمبيري دښته کې يې...
پاتې برخه

د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د بيارغونې دوه پروژې پرانيستل شوې

Nov 05, 2020 - 11:54
جلال اباد (پژواک، ۱۵لړم ٩٩): د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د بيارغونې د دوو پروژو د پرانيستې ترڅنګ پر بېوزلو کورنيو د لسګونه ميليونه افغانيو د مرستې لړۍ هم پيل شوه.
پاتې برخه

کونړ کې د څه باندې ۵۴ میلیونه افغانیو په لګښت شپږ پروژې بشپړې شوې

Nov 04, 2020 - 19:00
اسعداباد (پژواک، ۱۴ لړم ۹۹): په کونړ کې د ۵۴،۲ میلیونه افغانیو په لګښت د شپږو پروژو چارې بشپړې شوې او د څه باندې ۱۹ میلیونه افغانيو په لګښت د جوړېدونکې یوې لیلیې کار پیل شو. د کونړ والي محمد اقبال سعید وایي، له یادو بشپړو شویو پروژو څخه چې د کرنې...
پاتې برخه

​د کابل- جلال اباد دويم سړک جوړولو چارې په لسو کلونو کې ٤٠ سلنه ترسره شوې

Nov 04, 2020 - 11:56
جلال اباد (پژواک، ١٤لړم ۹۹): د ټولګټو وزارت چارواکي وايي، د ننګرهار حصارک، شېرزادو او خوږياڼو ولسوالیو کې نا امنیو د کابل- جلال اباد دويم لين سړک جوړېدو پروسه ځنډنۍ کړې ده.
پاتې برخه

د نږدې دوه ميليارده افغانيو په لګښت د تاریخي ابداتو د بیارغونې چارې روانې دي

Nov 02, 2020 - 11:25
کابل (پژواک، ١٢ لړم ٩٩): د ولسمشرۍ ماڼۍ اړونده د ملي پراختيا شرکت وايي چې په ټول هېواد کې د نږدې دوه ميليارده افغانيو په لګښت د تاريخي اثارو د بيارغونې او ترميم چارې روانې دي.
پاتې برخه

د پنځو کلونو په تېرېدو لا هم د پکتيا کرکټ لوبغالي چارې نه دي بشپړې شوې

Oct 31, 2020 - 16:03
ګردېز (پژواک، ۱۰ لړم ۹۹): ټاکل شوې وه چې د پکتيا د کرکټ لوبغالي د جوړېدو چارې په ٢٠١٦ کال بشپړې شي، خو د نامعلومو دلايلو له مخې يې چارې تر اوسه نه دي ترسره شوې.
پاتې برخه

خوست کې د جګړو او چاودنو له امله وران شوي ځیني ښوونځي بیارغونې ته جدي اړتیا لري

Oct 28, 2020 - 12:03
خوست ښار (پژواک، ۷ لړم ۹۹): د خوست د پوهنې رياست چارواکي وايي، په وسله والو بريدونو او بمي چاودنو کې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د لسو ښوونځيو ودانۍ ويجاړې شوې او بیارغولو ته یې جدي اړتیا ده.
پاتې برخه

د اوبو مدیریت لپاره د کابل ښار شاوخوا غرونو او غونډیو کې نږدې دوه میلیونه خندقونه جوړ شوي

Oct 20, 2020 - 16:03
کابل (پژواک، ٢٩ تله ٩٩): د کابل اوبو مدیریت پروژه کې د سطحي اوبو د کنټرول په موخه د پلازمېنې په شاوخوا غونډويو کې تر ۱.۹ میلیونو څخه ډېرې وړې کندې کیندل شوې او ۲۵ کوچني بندونه جوړ شوي دي.
پاتې برخه

د ننګرهار د جودرې خلک: د ولسمشر له خوا له موږ سره شوې ژمنې یوه هم نه ده عملي شوې

Oct 19, 2020 - 16:55
جلال اباد (پژواک، ۲۸ تله ۹۹): د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ د جودرې سيمې اوسېدونکي وايي، ولسمشر ورسره د سړک، روغتيايي مرکز، ښوونځي او جومات جوړولو او ځینو نورو برخو کې د همکارۍ ژمنې کړې وې، خو تر اوسه يې يوه هم پوره شوې نه ده.
پاتې برخه

د دهلې بند پروژې د لومړۍ برخې د ۱۱۹ کانالونو جوړولو چارې پیل شوې

Oct 15, 2020 - 18:15
کندهار (پژواک، ۲۴ تله ۹۹): په کندهار کې د دهلې بند پروژې د لومړۍ برخې اړوند د ۵۹ میلیونه ډالرو په لګښت د ۱۱۹ کانالونو جوړولو چارې پیل شوې.
پاتې برخه

د ښرني او مټاخان ترمنځ د ٣٠ کیلو متره سړک د بیا رغولو چارې پیل شوې

Oct 15, 2020 - 16:02
ښرنه (پژواک، ٢٤ تله ٩٩): د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې او مټاخان ولسوالۍ ترمنځ د دېرش کیلومتره سړک د ترمیم او بیارغونې چارې د څه باندې ٣١ مېلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
پاتې برخه

کندوز کې د پنځه نيم کيلومتره سړک د قیر اچولو چارې پيل شوې

Oct 15, 2020 - 12:30
کندوز ښار (پژواک، ٢٤ تله ٩٩): د کندوز په مرکز کې د ١٤٨ ميليونه افغانيو په لګښت د کندوز مرکز او هوايي ډګر ترمنځ د دویم سړک د قیر اچولو چارې پيل شوې.
پاتې برخه

پکتيکا کې د دوو رغنيزو پروژو چارې پيل شوې

Oct 13, 2020 - 11:59
ښرنه (پژواک، ٢٢ تله ٩٩): د پکتيکا په اورګون ولسوالۍ کې د ٤٣ ميليونه افغانيو په لګښت د دوو پروژو کارونه پيل شول.
پاتې برخه

​هلمند کې په ميليونونو ډالرو جوړ د برېښنا يو سب سټېشن لوټل شوى

Oct 12, 2020 - 10:46
لښکرګاه (پژواک، ٢١ تله ٩٩): د هلمند د برېښنا رياست چارواکي وايي چې د هلمند-کندهار د دوراهي په سيمه کې د برېښنا د يوه سب سټېشن وسايل چور شوي دي.
پاتې برخه

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan