د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)
ټولنه

بېلابېلو ولایتونو کې کابل ته د عمران خان د راتګ په غبرګون کې لاریونونه وشول

Nov 20, 2020 - 15:37
کندهار (پژواک، ۳۰ لړم ۹۹): په کندهار، هلمند او بلخ ولایتونو کې ګڼ شمېر خلکو افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د راتګ په غبرګون کې لاریونونه وکړل. عمران خان د ولسمشر محمد اشرف غني په رسمي بلنه له یوه لوړ پوړي پلاوي سره تېره ورځ کابل ته...
پاتې برخه

ننګرهار کې د يونيسف په مرسته د ماشوم نړيواله ورځ ونمانځل شوه

Nov 19, 2020 - 17:15
جلال اباد (پژواک ۲۹ لړم ۹۹): ننګرهار کې د پوهنې رياست او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې يا يونيسف له لوري د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ماشوم نړيواله ورځ ونمانځل شوه. دوی په تمثيلي شکل د څو ساعتونو لپاره د پوهنې رياست او د څو ښوونځيو مديريت د...
پاتې برخه

د عمران خان له سفر سره سم خوست او پکتيا کې د پاکستان ضد لاريونونه وشول

Nov 19, 2020 - 15:41
خوست ښار، ګردېز (پژواک، ۲۹ لړم ۹۹): کابل ته د پاکستان د لومړي وزير له راتګ سره سم د پکتيا او خوست ولايتونو سلګونو اوسېدونکو د پاکستاني حکومت پر ضد لاريون وکړ.
پاتې برخه

پکتيکا کې د پاکستان د لاسوهنو پرضد لاريون وشو

Nov 18, 2020 - 13:23
ښرنه (پژواک،٢٨ لړم ٩٩): د پکتيکا ولايت د اورګون ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو د يوه لاريون په ترڅ کې په افغانستان کې د پاکستان د مداخلو د مخنيوي غوښتنه وکړه.
پاتې برخه

د ننګرهار شینواري: حکومت دې له موږ سره کړې ژمنې عملي کړي

Nov 16, 2020 - 15:35
جلال اباد (پژواک، ۲۶ لړم ۹۹): د ننګرهار په شپږو ولسواليو کې د شينوارو قوم وايي، حکومت ورسره په بېلابېلو برخو کې ژمنې کړې وې خو تر اوسه يې نه دي پوره کړې؛ نو ځکه غوښتنه کوي چې د دوی د ستونزو د حل لپاره لاس په کار شي.
پاتې برخه

ګردېز ښار کې يو واټ د "شهيد خبريال محمدالياس داعي" په نوم ونومول شو

Nov 13, 2020 - 22:02
ګردېز (پژواک، ۲۳ لړم ۹۹): د سوېل ختيځ زون په مرکز ګردېز ښار کې پکتيا پوهنتون ته څېرمه يو نوی جوړ شوی واټ د شهيد خبريال محمدالياس داعي په نوم ونومول شو.
پاتې برخه

په بلخ کې د برېښنايي تذکرو تقاضا زياته خو امکانات يې کم دي

Nov 10, 2020 - 16:05
مزارشريف ( پژواک، ۲۰لړم ۹۹) : د بلخ ولايت يو شمېر اوسېدونکي او ځايي مسوولين وايي چې دغه ولايت کې د برېښنايي تذکرو د تر لاسه کېدو تقاضا لوړې کچې ته رسېدلې؛ خو په مقابل کې يې د وېش امکانات محدود او کم دي.
پاتې برخه

د کندهار اوسېدونکو د یوې غونډې له لارې د نظام ننګه وکړه او اوربند یې وغوښت

Nov 08, 2020 - 18:09
کندهار (پژواک، ۱۸ لړم ۹۹): د کندهار بېلابېلو اقشارو د یوې غونډې په جوړولو له جمهوریت، امنیتي سرتېرو او د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو ننګه وکړه او د سولې په روانو خبرو کې یې د بېړني دایمي اوربند غوښتنه وکړه. دغه غونډه چې نن د لړم په ۱۸مه د کندهار د...
پاتې برخه

د سولې د ټينګښت لپاره دې له قومي تړونونو کار واخيستل شي

Nov 08, 2020 - 18:02
ګردېز (پژواک، ۱۸ لړم ۹۹): د سوېل ختيځ زون قومي مشران په هېواد کې د ناامنيو پر زياتېدو کلکه نيوکه کوي او وايي چې د روان ناوړه حالت د ژر کابو کولو لپاره دې له بېلابېلو لارو کار واخيستل شي. دوی په ګردېز کې په يوه خپلمنځي غونډه کې وويل چې دولت دې د روان...
پاتې برخه

جوزجان کې مېشت جوګیان د کرونا د دویمې احتمالي څپې له امله اندېښمن دي

Nov 03, 2020 - 19:03
شبرغان(پژواک،١٣لړم ٩٩): په جوزجان ولایت کې مېشت جوګیان د نورو ستونزو د یادولو ترڅنګ وايي، د کرونا ویروس د دویمې څپې د احتمال له امله اندېښمن دي او دوی د روغتیايي کلینیک د جوړېدو غوښتنه کوي. جوګیان د هند د مرتاضانو یوه ډله ده او د منځنۍ اسیا جوګیان...
پاتې برخه

د خلاصون لار شورا: پاکستان موږ ته سوله نه کوي، افغانان باید پخپله دا کار وکړي

Oct 29, 2020 - 20:46
ګردېز (پژواک، ۸ لړم ۹۹): د سوېل ختېځ زون په مرکز ګردېز کې د خلاصون لار شورا لخوا په يوه لويه ولسي غونډه کې د دې شورا مسولينو او خلکو د وسله والو طالبانو پر مشرتابه غږ وکړ چې د ملت غوښتنې او حساس حالت ته په کتو دې اوربند وکړي. دوی ټينګار وکړ چې ياده...
پاتې برخه

ننګرهار کې پرون د پاکستان وېزو لپاره نږدې ۲۸ زره پاسپورټونه ټول شوي

Oct 22, 2020 - 15:39
جلال اباد (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۹۹): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې تېره ورځ په دغه ولايت کې د پاکستان د وېزې ترلاسه کولو په موخه نږدې ۲۸ زره پاسپورټونه راټول شوي دي.
پاتې برخه

کندهار کې له کډوالو سره د سولرونو او ژمنيو توکو مرسته وشوه

Oct 19, 2020 - 17:35
کندهار (پژواک، ۲۸ تله ۹۹): په کندهار کې له ۵۰۰ کډوالو کورنیو سره د لمریزې برېښنا د سیستم او له ۱۰۰۰ کډوالو کورنیو سره د ماشومانو د ژمنیو کڅوړو مرسته وشوه.
پاتې برخه

د کندهار ځوانان: د جګړې دوام د سولې له پروسې سره په ټکر کې دی

Oct 19, 2020 - 17:29
کندهار (پژواک، ۲۸ تله ۹۹): کندهار مېشتو لسګونو ځوانانو نن په هېواد کې د تاوتریخوالي د وروستیو پېښو په غندلو سره وویل، د جګړې دوام د سولې له پیل شوې پروسې سره په ټکر کې دی.
پاتې برخه

​بلخ کې پر ۱۲۰زره ملکيتونو د سندونو د وېش لړۍ پيل شوه

Oct 18, 2020 - 15:47
مزارشريف (پژواک، ۲۷ تله ۹۹): د بلخ د ښارجوړونې او اراضي رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې ١٢٠زره ملکيتونو ته سندونه ورکول کېږي، خو دمګړۍ دوی شاوخوا لس زره ملکيتونو ته سندونه ورکوي.
پاتې برخه

"افغانستان کې درې نيم ميليونه ماشومان بېړنيو خوړو ته اړتيا لري"

Oct 17, 2020 - 12:01
کابل (پژواک، ٢٦ تله ٩٩): د افغانستان د غذايي امنيت او تغذيې لپاره د مدني ټولنو ايتلاف وايي چې په افغانستان کې څه د پاسه ١١ ميليونه کسان بېړنيو خوړو ته اړتيا لري چې درې نيم ميليونه يې ماشومان دي.
پاتې برخه

په کندهار کې د جګړې قربانیانو لپاره ختم او د اوربند غوښتنه وشوه

Oct 12, 2020 - 17:16
کندهار (پژواک، ۲۱ تله ۹۹): د کندهار دیني عالمانو، مدني فعالانو او ځوانانو د جګړې د وروستیو پېښو د قربانیانو لپاره د قران کریم ختم وکړ او په هېواد کې یې د اوربند او سولې غوښتنه وکړه.
پاتې برخه

د پاکستان وېزه غوښتونکو په یوه اوونۍ کې دویم ځل لاریون وکړ

Oct 12, 2020 - 16:13
کابل (پژواک، ۲۱ تله ۹۹): د پاکستان د وېزې سلګونو غوښتونکو د دغه هېواد د ویزو په ترلاسه کولو کې د کمېشن کارانو پر فعالیت نیوکه وکړه او وایي چې کمېشن کارانو او په سفارت کې موظفو امنیتي ځواکونو ته له بډې ورکولو پرته د ویزې ترلاسه کول ستونزمن دي.
پاتې برخه

​د کندهار خلک: د برېښنايي تذکرو د وېش څانګېدې ډېرې شي

Oct 10, 2020 - 13:41
کندهار (پژواک، ١٩ تله ۹۹): د کندهار اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې برېښنايي تذکرو اخیستو ته لېوالتیا ډېره ده خو یوازې یو مرکز رسېدنه نه شي کولی.
پاتې برخه

د سولې نوبل جایزه د خوړو نړیوال پروګرام ته ورکړل شوه

Oct 09, 2020 - 20:01
کابل (پژواک، ۱۸ تله ۹۹) : دسولې نوبل جایزه د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ته ورکړل شوې ده. په ناروې کې د نوبل جایزې ادارې لخوا دتلې په ۱۸ مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د نوبل جایزه د خوړو نړیوال پروګرام ته ورکول...
پاتې برخه

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan