د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)
ښځې

صحرا: هیله لرم چې هېواد کې سوله ټينګه او هېڅ ماشوم لاسي توکي ونه پلوري

Nov 19, 2020 - 18:43
کابل(پژواک،۲۹ لړم ٩٩): دوولس کلنه صحرا چې د ښوونځي د زده کړو ترڅنګ هره ورځ بوټونه رنګوي وايي: ((له دولت څخه غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي ترڅو لاسي توکي ونه پلورو او خپلې زده کړې ترسره کړو.)
پاتې برخه

فراه کې د جګړې له امله زیانمنې شوې مېرمنې سوله غواړي

Nov 16, 2020 - 15:38
فراه ښار (پژواک، ٢٦ لړم ٩٩): د فراه ولايت د مرکز او ولسواليو يو شمېر ښځې په جګړې کې له ښکېلو اړخونو سوله غواړي او وايي چې نور بايد د دوى وينې او اوښکې تويې نه شي.
پاتې برخه

بامیان کې سمڅ مېشته ښځه: یوازې سوله کولای شي موږ له دې زندانه وژغوري

Nov 07, 2020 - 10:18
باميان(پژواک، ١۷لړم ٩٩): د زهرا په نوم ځوانه ښځه چې له خپلې کورنۍ سره د بامیان په سمڅو کې له ډېرو ستونزو سره ژوند کوي، په داسې سیمو کې د دوی د اوسېدو یوازینی لامل جګړه بولي او وايي، يوازې سوله کولای شي دوی له دغه زندان څخه وژغوري.
پاتې برخه

کرونا په فاریاب کې د ښځینه لاسي پلورونکو کار زیانمن کړی

Nov 01, 2020 - 08:28
ميمنه(پژواک،۱۱لړم ٩٩): په میمنه ښار کې لاسي پلورونکې وايي چې په هېواد کې د کرونا ناروغۍ له خپرېدو وروسته یې کار او عایدات ډېر کم شوي او ان ځينې ورځې د توکو له پلور پرته کورونو ته ځي، دوی له مسوولینو غواړي چې د یادې ستونزې د حل لپاره اقدام وکړي.
پاتې برخه

د افغان ښځو ملګرو سفيرانو د سولې بهير کې د لاسته راوړنو په خونديتوب ټينګار وکړ

Oct 31, 2020 - 15:30
کابل (پژواک، ١٠ لړم ٩٩) : د افغان ښځو د ملګرو سفیرانو ډلې د سولې بهیر کې د افغان ښځو پر معنا داره ګډون د ملاتړ ترڅنګ د هغوی د لاسته راوړنو پر خوندیتوب هم ټينګار کړی دی.
پاتې برخه

لغمان کې لسګونه ښځو د اوربند غوښتنه وکړه

Oct 27, 2020 - 17:05
مهترلام (پژواک، ۶ لړم ۹۹): د لغمان ولايت د مرکز او ولسوالیو لسګونو ښځو د یوې غونډې پرمهال د اوربند غوښتنه وکړه او د سولې راتګ ته يې هيله مندي وښوده.
پاتې برخه

د جوزجان اوسېدونکې: موږ له سولې ملاتړ کوو خو زموږ حقونه باید له پامه ونه غورځول شي

Oct 27, 2020 - 09:23
شبرغان(پژواک، ٦ لړم ٩٩): په جوزجان کې د ښځو د حقونو دفاع کوونکو په بین الافغاني خبرو کې د ښځو د پراخ ګډون غوښتنه وکړه او وویل چې په دغو خبرو کې باید د ښځو ټولنیز او سیاسي حقونه له پامه ونه غورځول شي.
پاتې برخه

د غور د ښځو چارو پخوانۍ رییسې د دغه ریاست پر ځمکه شخصي کور جوړ کړی

Oct 26, 2020 - 15:10
کابل (پژواک، ۵ لړم ۹۹): اسناد ښیي چې د غور ولایت د ښځو چارو پخوانۍ رییسې معصومې انوري د دغه ریاست ۶۲۵ متره مربع ځمکه غصب کړې ده او پر هغې د ځان لپاره د استوګنې کور جوړ کړی دی.
پاتې برخه

"په جګړه کې د ژوند له منځه تللې شتمنۍ به مو په سوله کې بېرته ترلاسه کړو"

Oct 25, 2020 - 09:09
شبرغان (پژواک، ۴ لړم ۹۹): دوې غبرګلوني خویندې چې په جګړه کې یې د اورېدو حس له لاسه ورکړی، وایي که طالبان له دولت سره سوله وکړي، موږ دواړه خویندې د ګل له یوې ګېډۍ سره د هغوی ملاتړ ته ورځو، مننه ترې کوو او د «ورور» خطاب ورته کوو.
پاتې برخه

ننګرهار کې مېرمنو له حکومت او طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه

Oct 24, 2020 - 14:43
جلال اباد (پژواک، ۳ لړم ۹۹): په ننګرهار کې يو شمېر ښځينه مدني فعالانو او مېرمنو له افغان حکومت او وسله والو طالبانو غوښتي چې د سولې پر وړاندې خنډونه له منځه يوسي او سوله وکړي.
پاتې برخه

د خوست ښځې: د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوي دې د ښځو حقونه په پام کې ونیسي

Oct 13, 2020 - 14:15
خوست ښار (پژواک، ۲۲ تله ۹۹): د خوست ځینو مېرمنو د يوې غونډې پر مهال په قطر کې د سولې له مرکچي پلاوو غوښتنه وکړه چې د دوی حقونه دې په پام کې ونيسي.
پاتې برخه

يونيسف: په افغانستان کې ١٧ سلنه نجونې له ١٥ کلنۍ مخکې ودېږي

Oct 11, 2020 - 11:54
کابل (پژواک، ٢٠ تله ٩٩): د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق يونيسف د نجلۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت ټولو افغان نجونو ته د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ ژمنه کړې چې له افغان دولت او له نړيوالو همکارانو سره د نجونو د پياوړتيا په برخه کې د پانګونې په لاره کې خپل کار ته دوام ورکوي.
پاتې برخه

​د بلخ ښځینه سوداګرې د خپلو کارونو پراختيا لپاره سولې ته په تمه دي

Oct 10, 2020 - 18:10
مزارشريف (پژواک، ۱۹تله ۹۹): د بلخ ولايت يو شمېر ښځينه سوداګرې وايي چې روانو جګړو يې پر سوداګريزو چارو منفي اغېز کړیاو هيله منې دي چې په هېواد کې د سولې له راتګ سره به يې سوداګريزې چارې پراختيا ومومي.
پاتې برخه

فوزيه کوفي د نوبل سولې جايزې نوماندانو په نوملړ کې شامله شوه

Oct 03, 2020 - 11:59
کابل (پژواک، ١٢ تله ٩٩): د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د مرکچي پلاويغړې فوزيه کوفي د ناروې د سولې شورا له لوري د نوبل د سولې جايزې د نوماندانو په نوملړ کې شامله کړل شوې ده. د دې شورا له لوري په يوه خپره شوې خبرپانه کې راغلي چې فوزيه کوفي په...
پاتې برخه

د ننګرهار بټي کوټ يوه مېرمن د نجونو د زده کړو د ودې لپاره کار کوي

Sep 29, 2020 - 14:57
جلال اباد (پژواک، ٨ تله ۹۹): د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ يوه اوسېدونکې مدني فعاله ليلو افغان وايي، خپله يې د کورنۍ له سخت مخالفت سره زده کړې کړي او په خپله سيمه کې د نجونو د زده کړو د ودې لپاره کار کوي.
پاتې برخه

​د دولت مرکچي پلاوي ښځينه غړو د قطري له ښځينه چارواکو سره ليدلي

Sep 26, 2020 - 09:33
کابل (پژواک، ٥ تله ٩٩): د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د مر‌کچي پلاوي د قطر له ښځينه چارواکو سره د سولې پر روانې پروسې او د دواړو هېوادونو پر همکاريو خبرې کړې دي.
پاتې برخه

د ننګرهار کانال بېوزله مېرمنو ته د کار موندنې په موخه د پنبې فصل کرلی

Sep 23, 2020 - 12:05
جلال اباد (پژواک، ۲ تله ۹۹): د ننګرهار کانال اداره وايي، بېوزله مېرمنو ته د کارموندنې او د نورو هېوادونو له احتياج څخه د خلاصون په موخه يې د لومړي ځل لپاره د دغې ادارې اړوند ۶۰ جريبه ځمکه باندې د پنبې فصل کرلی دی.
پاتې برخه

په خوست کې ښځينه فعالانو د اوربند غوښتنه وکړه

Sep 21, 2020 - 15:52
خوست ښار (پژواک، ۳۱ وږی ۹۹): د خوست د ښځو چارو رياست مسوولينو او ددغه ولايت يو شمېر ښځينه مدني فعالانو د يوې غونډې پر مهال د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د دايمي سولې او اوربند غوښتنه وکړه.
پاتې برخه

يوه مور: نه غواړم درېيم زوى مې هم د پوليسو په ليکو کې شامل شي

Sep 17, 2020 - 15:31
لښکرګاه (پژواک، ٢٧ وږى ٩٩): د هلمند ولايت يوه اوسېدونکې وايي چې خاوند او لېور يې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي خو دوه زامن يې همدا اوس هم د افغان ځواکونو په ليکو کې دندې ترسره کوي.
پاتې برخه

افغانستان په لومړي ځل د ملګرو ملتونو د ښځو وضعيت د کمېسيون غړيتوب ترلاسه کړ

Sep 15, 2020 - 15:55
کابل (پژواک، ٢٥ وږى ٩٩) : افغانستان د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو د وضعيت په کمېسیون کې غړيتوب ترلاسه کړ.
پاتې برخه

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan